پرونيوهمفکرانواو يارانو ته بلنه
محمدآصف خواتی محمدآصف خواتی

څه موده مخکې په ځينو ويب پاڼو کې دښاغلی جليل پرشور په زړه پورې ليکنه ( بيک ګل بهار نميشود ) خپره شوه چې په هغې کې ليکونکی دافغانستان پرونی کيڼ غورخنګ ټولوموجودوکړيو( خپلو پرونيو ملګرو ،همفکرانو،دوستانو ) ته بلنه ورکړيده چې ديوه واحد ګونددجوړيدو لپاره مټې راونغاړیاوپه تيره دغورځنګ دمشرتابه څخه يې غوښتې دي چې خپله پوهه ، تجربه اوامکانات دې ته وقف کړي چې نوموړی غورځنګ بيا په پښوودروي ٠ دمقالې ليکونکی پدې باور دۍ چې پخوانی مشران کولای شي ديوه واحدګوند بنسټ کيږدي ،سره له دې چې هغه ددې مشرانوديوې برخې اوسنی پاسيف دريځ ،دځينوهغه کړووړوته چې نوې ډلې اوګروپونه يي جوړ کړې دانتقادګوته نيولې اوهغوی دې ته رابولی چې دزړه له کومې سره پخلا شي٠ په نوموړې ليکنه کې دا ډول څرګندونې چې له يوې خوا مشران دټولوددرناوۍ څخه  برخمن ګڼی اوله بله پلوه هغوی دغورځنګ په ټوټې ټوټې کولو ،ډلو اوګروپونوپه جوړولو  ملامتوی زماله نظره په اوسنی وخت کې دپوره غوراوبحث مسئله ګڼل کيږي٠

داچې په ليکنه کې دمشرانو نه غوښتنه شوې چی سره پخلا شي ددې حکايت کوي چې ددوی ترمنځ داسې څه تېر شوی چې اوس بايدجوړ جاړې ته ورسيږي اوداسي معلوميږی چې هغوی دغورځنګ دځورونکې ماتې وروسته پدې څوارلسو کلوکې دهغې دبيا په پښودرولو اوفعالولو کې څه نه دی کړي او نن يې هڅوی چې پدې لاره کې هڅې پيل کړي٠ ليکنه دليکوال خورا سپيڅلی احساسات،ښې هيلې اودهيواد دمترقی غورځنګ سره مينه څرګندوی ،خود ا احساسات اوهيلې چې دمشرانو ترمنځ او په جنبش کې داعتماد او باور بحران موجود دي څومره عملی بريښي هغه به راتلونکی اوژوند وښيي ٠ ديادولووړده چې داداعتمادبحران له هغه وخته موجود دۍ چې د ا٠خ٠د٠ګ دانشعابونو سره مخامخ شواومختلفو ډلوديوبل پرضدتهمتونه ،روا اوناروا څرګندونې کولې چې نه يوازی يي مشران بلکه دغورځنګ زياتره برخه اغيزمنه کړله خوکله چې په اصطلاح د(( شرايطو دغوښتنې )) پربنسټ هڅې وشوې چې ځانګړې ډلې پخلا او سره يو شي دجلاتوب اودښمنۍ عوامل نه دی څيړل شوي اوپدې هکله دځينو ډله ئيزو رسنيودخپرونو نه ښکاری چې دا اتحادونه اويوالی تکتيکی بڼه لرله چې کفاره يې ټول جنبش ورکړه اولا يي ورکوي٠ دموضوع دښې روښانتيا لپاره ضرور ګڼم چې دوو پيښو ته اشاره وکړم ٠ يوه يې زموږ دهيواد دمترقی غورځنګ ددوو ځواکمنو کړيو ( خلق – پرچم )د١٣٥٦ کال دوحدت مسئله ده ، يو کال لا نه وه تير چې بيا ديو بل خلاف څرګند اوپټ تحريکات پيل شول چې ددې تحريکاتو خبره کودتايي هڅو ،زندانی کولو ،وژنو،تبعيدولواوحتی دخپل ځوان دموکراتيک نظام پرضد دعقيدتی دښمنانو په شان ورانکاره عملياتواويا دهغوی په ليکو کې دريدو ته ورسيده٠ بله دا چې کله د١٣٥٨ کال دجدې دشپژمی نيټی پيښه وشوله اوبيا دواحدګوند خبرې تودې شوې اوداسې ښودل کيدل چی ګوند متحداويوموټی دۍ خو موږ ليدل چې داعتماد اوباور بحران دپخوا په شان موجود وواوديوبل خلاف تحريکات ،دکار څخه ګوښه کول ،زندانی کول ،وژل ،تبعيدول دګروپې اوفرکسيونې تفکر اوغچ اخيستنې پر بنسټ ادامه وموندله اوکله چې شوروی لښکرو دافغانستان څخه ووتلې خبره کودتايي حرکتونواوډله ئيزه غچ اخيستنې ته ورسيده اوبالاخره دا داعتماد بحران دومره پراخ  اودعمق نه سطحې ته را ورسيد چې يوشمير رهبرانو دعقيدتې وسله والو مخالفينو سره ګډه ژبه پيدا کړه او دخپلې واکمنۍ پر ضد را پورته شول اوهغې ته يي دپای  ټکی کيښود ،غورځنګ يي دواک څخه ګوښه اودپاشل کيدو عوامل او مقدمات يي برابر کړل ٠ ددې ټولو بدمرغيو علت دا و چې  په ١٣٥٦ کال  کې چې کله وحدت ترسره شودانشعاب عوامل  ونه څيړل شول او بيا د١٣٥٨ کال دجدې دشپژمی وروسته هم دثوردپاڅون وروسته دګوند داخلې شخړې اونا خوالی په هراړخيزه اوواقعبينانه توګه نه بلکه دغالب او مغلوب تفکر پربنسټ په  ګوته شولې٠ اوس چې ښاغلی پرشور مشرانو ته دپخلاينې بلنه ورکوي که دا پخلاينه،جوړجاړی ، دواحدګوند جوړول اوګډ فعاليت دپخوا په شان وي موږ يي مزه څکلې ده اوکه په غورځنګ کې داعتماد دبحران عوامل ، پخوانۍناخوالې ،دښمنۍ اودغورځنګ دپاشل کيدو ټول لاملونه په هراړخيزه توګه وڅيړل شي ،مثبت اومنفي اړخونه په ګوته اوداڅيړنه يوازې دمشرانو په چوکاټ کې محدوده پاتې نشي بلکه ټول وکولای شي پرهغې کې ونډه واخلي اوددې ډول بهير لپاره معقول طرزالعمل جوړ شي دا امکان ډير دۍ چې ديوه پياوړی ګوند اساس کيښودل شي چې دسختو آزمايښتونو نه بريالی ووزي ٠ ديادولووړده چې ددې څيړنې موخه دا نه وي چې ښه يا بد ، ګناهکار يا بيګنا ه په ګوته شي بلکه هدف داوي چې پخوانۍ تيروتنې ،انشعابونه اودښمنۍ تکرارنشي اوګوند متحد پاتی شي ٠ ترکومه ځايه پورې چې زه خبريم هغه ګوندونه اوسازمانونه چې دپرونی غورځنګ له ګيډې راوتلې دي اودهغې په مشرتابه کې دپخوانی غورځنګ يومشرولاړدۍ يوه يې هم دغورځنګ ماضي نه ده څيړلې اواکثرادپرونيو ګروپي ،فرکسيونی اوشخصي اړيکواوعلاقمنديو پربنسټ منځته راغلی اوداچې ښاغلی پرشور دامشران ملامتوی چی په پوره قوت سره يې ګوندپه وړو اولويو ډلوويشلی دۍ حق په جانبه دۍ٠ دې مشرانو چې دغورځنګ دواکمنۍ په وخت کې ونشوای کړای غورځنګ دغيرعملی پاليسيو،ناسموچلندونو،دځانګريو څيرودمعاملواودمنل شويواصولواوپرنسيبونو څخه دسرغړونې ته موقع ورنکړي ،واکمنی دخلکودارادی ممثله شي اوپه وروستی تحليل کې يي دغورځنګ دداسې ماتې مخنيوی وکړي چې ونه پاشل شي نن هم نه يوازې ددی پاشلی غورځنګ ديوالی له پاره جوړونکی رول ونه لوباوه بلکه دهغې دټوټې ټوټې کيدو لپاره هڅې کوي ٠ اوهغه مشران چې ظاهرادډلو ټپلوپه جوړولوکې ښکيل نه دي،دتاريخ ،کيسو اومقالو په ليکنو لګيا دي چې له بده مرغه زياتره يې دپرونيو ډلو اوفرکسيونونوپرمحورڅرخيږي اوځينې يې نه يوازې دپرونې مترقی جنبش په ليکو کې بې اعتمادۍ بلکه قومي او ژبنيو اختلافونو ته لمن وهي اويوشمير يې دخپلوعقيدتی ملګروپرضد اودبنسټپالوواکمنو ډلوپه ګټه سپينې پاڼې توروي ددوی نه داتمه وه چې دا خبره هم وکړي چې خپل پخوانی عقيدتی ملګری اوياران وهڅوي ترڅودا دمترقی غورځنګ لويدلې جنډه پورته کړي اويا دښاغلی پرشوربلنې ته غبرګون وښيي چې له بده مرغه چوپه خوله پاتې دي٠ زما دپورتنيو څرګندونو څخه هدف دا نه دۍ چې پخوانی مشران کوم چې غوڅ اکثريت يې دتقوی اوپاکۍ غوره نمونې دي اودمترقی غورځنګ دجوړولو اوپياوړتياپه لاره کې يې ممکنه هڅې اوزيارايستلی دۍ ،ربړونه يې ګاللې هغه ونه وينم بلکه هغوی ونه شوای کولای چې په سياسی ډګرکې داسې پريکړی وکړي چې په هيواد کې دفاجعې اوبدمرغيو مخنيوی وکړي په دې اړونددا ارږشتمنده خبره چې (( سياست دممکن هنر نه دۍسياست هغې پريکړې ته وايي چې دفاجعې اوکرغيړنتيا تر منځ کيږي ))  زموږد مشرانو او دمخالف لوری مشرتابه په هکله صدق کوي دوی  داسې پريکړی ونکړي چې دافغانستان دناورين مخنيوی وکړي٠ دافغانی ټولنې ترخوواقعيتونو ته په کتلو سره دهيواددمترقی غورځنګ دمشرتابه څخه دا هيله کيدله چې دلويديځ دسياستوالو په پلونو تللی وای چې کله يې ګوندونه په ټاکنوکې ماتې خوری دا شکستونه پخپل فعاليت اوليډرشيپ کې ويني  سمدلاسه دمشرتابه نه ګوښه کيږی خوزموږ مشرانوروسته له پرله پسې ماتو اوناخوالو داسې ونکړل بياهم ليوال دي چې دغورځنګ په مشرتابه کې پاتې شي٠ په پای کې غواړم خپلو پرونيو مشرانواونورو همفکرانوته که دجنبش مترقی اهدافو ته وفادار پاتې وي اوغواړې چې خپل خواره واره پرونې ملګری سره متحد کړي داپيغام وړاندې کړم چې ( بيک ګل بهارنميشود ) مقالې په هکله خپل غبرګون وښيي اوپه اوسنيوحساسوشرايطوکې پردې خورا مهمه مسئله دډله ئيږورسنيوله لارې بحث و کړي ترڅودپرونی مترقي غورځنګ خورې ورې ډلې اوغړی دډله ئيز تفکر پربنسټ يوه واحدنظرته ورسيږي اودهغې پر رڼا کې فعاليت اوهڅی پيل کړي اوداهم له ياده ونه باسوچې ددې خواره واره اوځپل شوی غورځنګ په پښودرول،دعقيدتی ملګروجوړول اوپخلا کول ډير زغم ،تيريدنه، مصلحت،رښتينولی ،کلکه اراده او ژمنتوب غواړي ٠

د٢٠٠٦ ميلادی کال دمارچ ٢٤ نيټه

 


March 26th, 2006


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات